اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي )د توان (پاور ډويژن) وفاقي وزير سردار او??س احمد خان لغاري په مشرۍ كښې د پاور ډسټري بيوشن كمپنو كاركردګۍ په اړه غونډه و??وه چې پكښې د ډسكوز بورډز چيئرمېن او چيف ايګزېكټو افسرانو ګډون وكړو۔د ګل په و??ځ شوې غونډه كښې د جولائي او اګست مياشتو په مهال د لائن لاسز او بلونو وصولۍ كاركردګ?? جائزه و??خستلے شو۔وفاقي وزير په ناوړه كاركردګۍ د كمپنو مینجمنټ څخه د خفګان څرګندونه وكړه ٬ ده ووئېل په خرابه كاركردګۍ د كمپنو افسرانو په ضد به سخت انتظامي كاروائي په عم?? كښې راوستلې شي۔په غونډه كښې چيئرمېنز او سي اي اوز د خپلو خپلو كمپنو صورتحال٬اقدامات او مسئلو په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير او??س احمد خان لغاري ووئيل په لائن لاسز كښې كمے او ريكوريز كښې ښه و??لي لپاره هرې كمپنۍ ته لا فعاله حكمت عملۍ خپلولو ته ضرورت دے دغسې چې د كمپنو مالي حالات ښه شي۔د دې نه علاوه ده ټولو چارواكو ته هدايت وكړے شو چې هره مياشت دې په لسمه نېټه جائزه غونډه وكړې شي چې وفاقي وزير پخپله د ډسكوز مياشتنې كاركردګ?? جاج واخلي۔اويس لغاري د دې عزم پخلے وكړو چې د حكومتي هڅو په سبب به راتلونكو مياشتو كښې په ريكوريز كښې اضافه او په لائن لاسز كښې ښكاره كمے راشي۔
Nguồn bài viết : Thuật toán bắn cá